کوچنې پورونه
 

 

١ - د کوچنيو پورونو ځانګړتياوې (SME)

 

- د پور حد اقل کچه ٥٠٠٠٠ افغانۍ او يا د هغه معادل په بهرنيو اسعارو بايد وي.

- د پور حد اکثر کچه ٥٠٠٠٠٠ افغانۍ او يا د هغه معادل په بهرنيو اسعارو بايد وي.

- د پور د مراحلو په ترڅ کې يوازې ٥٠٠ افغانۍ فيس د يو ځل لپاره د پور د غوښتنې په جريان کې له پېرودونکي څخه اخيستل کېږي.

- په يو کال کې بانکي تکتانه ١٠% وي.

- د پور موده يو کال وي خو د يو کال څخه وروسته د بانک د غوښتنې سره سم تمديد يا فسخ کېداى شي.

- پېرودونکې بايد د يو کال په ترڅ کې يعنې د پور اخيستو په جريان کې د مرکزي بانک د دستور سره سم د يو ځل لپاره د خپل د پور حساب صفر کړي. (معيادي پورونه ددغې مادې څخه بېل دى)

 

٢ - د کوچنيو پورونو اړتياوې (SME)

- پېرودونکى بايد افغاني تابعيت او د سوداګرۍ دنده ولري.

- پېرودونکى بايد د يو دوکان يا د سوداګرۍ د دندې رسمي جواز ولري. سربېره پر دې د تذکرې يا پاسپورت لرل هم حتمي دي.

- پېرودونکى بايد په سوداګريز کار بوخت وي او حد اقل درې مياشتې يې د کار تيرې شوې وي.

- پېرودونکى بايد په کابل بانک کې بانکي حساب ولري او همدارنګه ١٥٠٠٠ افغانۍ بايد په خپل جاري حساب کې ولري.

- پېرودونکي د سوداګرۍ پورې اړوند کالي يا نوکي بايد په هيڅ ډول د مالي ادارې يا بانکونو سره د تضمين په ډول ايښي نه وي.

- پېرودونکي بايد سوداګريز پلان او شيت تفتيش شوى بيلانس ولري.

- هغو پېرودونکو چې تازه په سوداګريز فعاليت پيل کړى وي هغوى کولى شي لدې سيسټم څخه ګټه واخلي خو د اسنادو او اضافي مدارکو په وړاندې کولو سره بايد د تشخيصيه مالياتي شمېرې      (Tax Identification Number) لرونکى وي.

 

- د شرعي او يا عرفي جايداد تضمين

محترم مراجعين کولى شي د کابل بانک ټولو نمايندګيو ته په کابل او ولاياتو کې مراجعه وکړي او يا په ٧٩٦٤٤٨٤٤٨ (٠) ٩٣ + /٧٧٦٦٠۱۱٣٥ (٠) ٩٣ + تيلفون شمېرو اړيکه ټينګه کړي.

- د کوچنيو او منځينو پورونو ورکړه ديادې شوې پالسۍ په اساس د بانک صلاحيت دى او په هغه کې بدلون هم د بانک صلاحيت دى .

نو د غوښتليک ردول د مدرک پرته د بانک لخوا د بانک د ادارې وروستۍ پريکړه ده.

- کابل بانک د اصولو او مقرراتو په اساس د هر ډول تبعيض نه پرته پور ورکوي، د لا زياتو معلوماتو لپاره د کابل بانک انترنتي پاڼې ته مراجعه وکړئ.