سرمایګذاری محصولات

مرابحــــــه

مضاربــــه
مشارکـــــه
اجـــــــــاره
استــــصناع
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بیع المرابحـــــــه:


مرابحه په اسلامی بانکداری کی دیره مروجه د ه چی مشتری د خپل سوداګری د مالی تمویل لپاره بانک ته د جنس د اخیستلو لپاره وړاندیز کوی، بانک هغه جنس چی مشتری یی غواړی ، بانک یی ورته اخلی د یو قرارداد په اساس د غه جنس په مشتری باندی په ګته خرڅوی، د جنس اصلی قیمت او ګته په قرارداد کی ښکاره شوی وی او دغه قیمت د ګته سره په مختلفو اقساطو بانک ته ورکول کیږی.
 

 

 د واړخیزه(مشتری او بانک) دندی:
۱ – بانک دمشتری خوښ شوی جنس په نقدو پیسو اخلی.
۲ – مشتری خوښ شوی جنس د بانک نه په اصلی قیمت جمع مفاد چی مخکښی د دوی په اتفاق تعین شوی وی په مختلفو اقساطو اخلی.
۳ - د اقساطو د ورکړی مدت تعین شوی دی.
۴ – جنس وروسته د خرڅلاو نه اخستونکی ته انتقال کیږی، خو د دی نه مخکی مشتری اډوانس پیسی او هغه ضمانت چی بانک د ده څخه غواړی هغه باید مکمل کری.
۵ – کله چی جنس مشتری ته ورسپارل شو بیا بانک د جنس په اړه کوم مسولیت نلری.


 د جنس خرڅول د مرابحه په اساس د اخیستلو په ژمنه:
په دی معامله کی دری تنه شامل دی، خرڅونکی، اخیستونکی او بانک. بانک پدی معامله کی یوازی د خرڅونکی او اخیستونکی تر منځ سوداګریز منځګریتوب کوی. بانک پرته د مشتری د غوښتنه نه هیچ شی نه اخلی او هغه شی چی مشتری یی غواری نو هماغه شی به بانک ورته اخلی. د اسلامی بانکداری تګلاره د یو جنس په خرڅلاو کی د مرابحه د سیستم نه استفاده کوی. کله چی مشتری وغواړی یو شی واخلی نو بانک هغه ته جنس په هماغه مشخصاتو چی دی یی غواری د مرابحه په اساس ورته اخلی او د ترسره شوی قرارداد په اساس اصلی قیمت سره د ګتی بانک ته په مختلفو اقساطو ورکوی.

 د مشتری سره د بانک تګلاره د مرابحه په اساس:
اسلامی بانکداری د مالی وجوهاتو د منظم کولو لپاره د یو قرارداد په اساس چی د مرابحه په اصل ولار وی د اسلامی بانکداری او مشتری تر منځ ترسره کیږی او وروسته د قرارداد نه پانګونه کیږی چی په نتیجه کی دواړه طرفه په ګته او تاوان کی شریک دی.
هغه مشتریان چی غواړی جاری او یا د ساتنی حسابونه ولری د ضرورت په وخت کی په ډیره آسانی سره خپلی پیسی لاس ته راوړلای شی، نو لدی کبله اسلامی بانکداری د الودیعه او قرض الحسنه حسابونه د دی مشتریانو لپاره وړاندی کوی.
 

مرابحه

د موتر، کور، جایداد او د سوداګری مالی تمویل

د مالی تمویل څرنګوالی

۱

خرڅونه د قسطونو په اساس

د مالی تمویل قسمونه

۲

 د لنډی مودی لپاره د یوی میاشتی نه تر دری میاشتو پوری

دتمویل وخت

۳

 د ملکیت پوره ضمانت او د ګتی سره

ضمانت

۴

په مالی تمویل پوره کنټرول

د بانک تګلاره د اداره په اړه

۵

د مشتری عواید

د بیرته ورکری منبع

۶

کله چی د پیسو  د ورکری موعده پوره شی

د جنس خرڅول چی د ملکیت نه بهر وی

۷

کله چی د پیسو  د ورکری موعده پوره شی

د مشتری ضمانت

۸

کله چی بیرته ورکړه وځندیږی او یا د قرارداد مخالفت وشی

د قانونی مراجعو  استعمالول

۹

ښکته خطر

عمومی خطر

۱۰

د مشتری د اعتبار درجه او پوره ضمانت

د مالی تمول معیارونه

۱۱

د جنس خرڅول د بیرته ورکری په اساس

شخصی داریی او ملکیت

۱۲

د دواړو طرفو توافق د مرابحه د قرارداد په شکل

د بیرته راتګ تګلاره

۱۳

 

 

هغه سکتورونه چۍ د بېع مرابحی څخه ګټه اخېستی شی

*      پرچون فروشی لپاره:د بېلګی په توګه دموتر،برقی توګو دکور فرنېچر لپاره او ېا داسی نور د ضرورت وړ توکو د لاسته راوړلو لپاره د بېع مرابحی څخه ګټه اخېستی شی

*      .د مسلکی سکتورو لپاره:

*      د مسلکی کسانو لپاره د هر ډول ماشېن آلاتو لپاره لکه د وړو صنعتونو لپاره ماشېن آلات،کلېنکونو او روغتونونو لپاره ماشېن آلات او ېا د مهندسانو لپاره ماشېن آلات

*      .زراعتی سکتور: د زراعتی جدېد ماشېن آلاتو د اخستلو لپاره

*      .صتعتی سکتورو لپاره:  د صنتی سکتورو لپاره د خام مال او ېا ماشېن آلات اخستلو لپاره

*      د ځمکو او و کورونو په سکتور کی:  د کور جو‌‌ړونې لپاره د خام مال اخستلو د خام مال اخستلو لپاره او ېا د ساختمانی سرکونو لپاره و ماشېن آلات اخستل

*      د خدماتو په سکتورکی:  د کمپېوټرو،لېپ ټاپو،پرنټرو او یا دفتری فرنیچرو لپاره

 

 

مضاربــــــــــــــــــــه:

دمضاربت تعریف:
مضاربت عبارت دی په یو کار ، تجارت یا پروژه کی داسی شرکت چې په هغی کی د کار لپاره پانګه (سرمایه ) د یو کس لخوا ورکول کیږی ، چې رب المال ورته ویل کیږی او د کار مسؤلیت د بل نفر په غاړه وی چې مضارب بلل کیږی.
او هغه سرمایه چې د رب المال لخوا د کار لپاره ورکو ل کیږي ر‌أس المال بلل کیږي.
په مضاربت کې رب المال او مضارب په ګټه کې برابر شریک وی او یا د ګټی تناسب د دواړو خواو په خوښی سره هم ټاکل کیدای شي ، لیکن د تاوان په وخت کې ټول تاوان د رب المال په غاړه وي او مضارب به په تاوان کې برخه نه اخلي. یعني د پروژی مستقیم تاوان د رب المال په غاړه وي مګر مضارب هم تاوان سره مخامخ کیږي (وخت یی ضایع کیږي ، د پروژی د مدیریت مصارف وغیره...... دا د مضارب تاوان وي)
رب المال د پروژی یا د کار په مدیریتي کارونو کی برخه نشي اخستلی اما په مضارب باندی شرطونه کیښودلای شي مثلاْ چې دغه پیسی به د صرف د تیلو یا ګازو یا همدغسی نورو کارونو کې پانګوي.
دغه ډول مضاربت ته مضاربت مقیده ویل کیږي ، او که چیری د رب المال لخوا په مضارب باندی کوم شرط نه وی ټاکل ي نو بیا دغه مضاربت ته مضاربت غیر مقیده ویل کیږي.
 

 

د مضارب دندی یا وظیفی Capacities of Mudarab
 

په مضاربت کی مضارب څو ډوله دندی لری چې مختلف شروطونه لری چې لاندی ورته اشاره شوی ده.
v امین (امانت ساتونکی)
په مضاربت کی مضارب یو امانتدار ګڼل کیږی یعنی کومی پیسی چې د رب المال لخوا ده ته ورکول کیږی مضارب باید په اخلاص او ایمانداری سره یې مصرف کړی ، او که بیا هم په تجارت کی کوم تاوان واقع شی نو دا به د رب المال په غاړه وی او مضارب به په تاوان کی برخه نه اخلی.
v وکیل (نماینده)
په مضاربت کی مضارب د پانګونکی د نماینده په توګه هم کار کوی ، ددی لپاره دمضارب هر عمل د رب المال عمل ګڼل کیږی او د تاوان په صورت کی مضارب په تاوان کی برخه نه اخلی بلکه ټول تاوان په رب المال وي
v شریک (برخه لرونکی)
په مضاربت کی مضارب په کاروبار کی شریک ګڼل کیږی ددی لپاره په ګټه کی د رب المال سره شریک دی.
v ضامن
په مضاربت کی مضارب د پانګی د ضامن حیثیت هم لری یعنی که چیری دمضارب دغفلت ، سستی ، بی کفایتی او یا کوم داسی عمل تر سره کړی چې هغه د اړونده تجارت د اصولو یا رسم و رواج خلاف وی او له دی عمله تاوان مینځ ته راشی نو دا تاوان به ټول په مضارب وی.
v اجیر (کار کونکی)
که چیرته د مضاربت د قرارداد د سرته رسیدو څخه مخکی د کوم علت له کبله باطل شی ، په داسی حالت کی مضارب حق لری چې د رب المال څخه د هغه مودی لپاره چی کار یې کړی وی فیس یا تنخوا واخلی.


  د مضاربت پانګه Capital of Mudaraba
په اصولی توګه باید د مضاربت پانګه د نغدو پیسو په شکل کی وی .
مګر مختلف قسمه جنسونه او شتمنی لکه موټر ، دکان ، کور وغیره هم د مضاربت د پانګی په توګه استعمالیدلای شی ، پدی صورت کی به ددغه جنس نرخ یا ددواړو خواو په خوښی ټاکل کیږی او یا به د بازار په نرخ ددی ارزښت ټاکل کیږې.
دغه ټاکل شوی ارزښت به د رب المال له طرفه په مضاربت کی د هغه پانګه ګڼل کیږې.
د مضاربت پانګه باید په وضاحت سره وپیژندلای شی او ارزښت او کیفیت یې باید معلوم شی.
دغه پانګه باید دقرارداد په وخت کی د رب المال سره موجوده وی ، قرض په دی پانګه کی نشی استعمالیدلای.
په قرارداد کی ذکر شوی پیسی باید مضارب ته وسپارل شی.


په مضاربت کی د ګټی او تاوان ویشل Profit and Loss Distribution
په قرارداد کی باید د مضارب او رب المال د ګټی تناسب په ښکاره ډول وټاکل شی.
د ګټی تناسب باید په راتلونکی احتمالی ګټی کی وټاکل شی .
ددغی ټاکل شوی ګټی څخه علاوه مضارب هیڅ ډول فیس یا تنخوا د ځان لپاره نشی ټاکلای.
هیڅ یو کس (مضارب او رب المال) نشی کولای چې یو ټاکل شوی مقدار د پیسو د ګټی په توګه واخلی او یا دغه ګټه د پانګی سره خاص کړی.
د بیلګی په توګه که په یو کار کی د رب المال لخوا ۱۰۰۰۰۰ افغانی پانګونه شوی وی ، پدی صورت کی دوی نشی کولای چې د مضارب لپاره په ګټه کی ۱۰۰۰۰ افغانی وټاکی او یا داسی وکړی چې د رب المال لپاره د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو ۲۰٪ د ګټی په توګه وټاکی ، دا دواړه لاری غیر شرعی دی ، دوی کولای شی چې په حقیقی ګټه کی د مضارب لپاره ۶۰٪ او د رب المال لپاره ۴۰٪ وټاکی او یا ددی سرچپه (برعکس) یعنی مضارب او رب المال کولای شی چې د دواړو په رضامندی سره د ګټی فیصدی وټاکی.
که چیرته په دی تجارت کی په ځینی معاملاتو کی تاوان وشی او په ځینی نورو کی ګټه نو بیا به لومړی د ګټی څخه دغه تاوان ویستل کیږی او بیا به باقی پاتی ګټه د رب المال او مضارب په مینځ کی ویشل کیږی.
که په تجارت کی هیڅ ګټه ونشی او تاوان وکړی نو دا تاوان به د رب المال په غاړه وی ، مضارب به په تاوان کی برخه نه اخلی.
که چیرته دمضارب دغفلت ، سستی ، بی کفایتی او یا کوم داسی عمل تر سره کولو له امله چې هغه د اړونده تجارت د اصولو یا رسم و رواج خلاف وی او تاوان مینځ ته راشی نو دا تاوان به ټول په مضارب وی.


د مضاربت ختمول/فسخ کولTermination of Mudaraba


د مضاربت قرارداد په هر وخت کی فسخ کیدای شی ، د قرارداد فسخ کول باید د دواړو خواو په خوښه وی .
دمضاربت قرارداد د فسخ کولو لپاره د مخکی نه یو اطلاع ورکول کیږی که چیرته په قرارداد کی ذکر کړی شوی وی.
دمضاربت ختمولو په وخت کی که چیرته ټوله پانګونه د نغدو پیسو په شکل کی موجوده وی ، نو پدی حالت کی که چیرته ګټه شوی وی نو هغه ګټه به د رب المال او مضارب په مینځ کی ویشل کیږی او که ګټه موجوده نه وی نو مضارب د کوم شی حق نلری.
که چیرته د مضاربت د ختمولو په وخت کی د نغدو پیسو څخه علاوه نور شیان هم موجود وی په داسی حالت کی به اول د هغه شیانو نرخ ټاکل کیږی او ارزښت به یې معلومیږی، د نرخ ټاکنه د دواړو خواو په خوښه هم کیدای شی او د بازار په نرخ باندی هم .
د ارزښت معلومولو څخه وروسته که ګټه شوی وه هغه به د مضارب او رب المال په مینځ کی ویشل کیږی او که نه وه نو بیا مضارب حق نلری چې د کوم شی دعوی وکړی.
د مضاربت د فسخ کولو په وخت کی چې کوم مال موجود وی مضارب کولای شی چې هغه مال خرڅ کړی مګر نور مال نشی اخستلی .
په بانکونو کی دمضاربت تطبق کول
Banking Application of Mudaraba
ټول هغه حسابونه چې د ګټی او تاوان په بنیاد پرانستل کیږی لکه سپما ، میعادی او داسی نور ، د مضاربت په اساس پرانستل کیدای شی.
یعنی ټول هغه کسان چې په بانک کی حسابونه خلاصوی رب المال ګرځی او بانک مضارب ګڼل کیږی.
بانکونه د خپلو پیرودونکو سره هم د مضاربت په اساس په ځینو ځایونو کی پانګونه کوی.
مضاربت د لنډ مهاله ، مینځ مهاله او اوږد مهاله پروژو د مالی تمویل لپاره هم استعمالیدا ی شی.
د وارداتو د مالی تمویل لپاره
دصادراتو دمالی تمویل لپاره
د مضاربت په بنیاد باندی اسلامی بانکونه د اعتماد خط (LC) هم ورکوی.
د نورو بانکونو سره د پیسو راکړه ورکړه د تجارت لپاره هم د مضاربت په بنیاد باندی کیدای شی.
د پروژو د مالی تمویل لپاره
 

مضاربت

۱

د مالي تمویل خاصیت

د مشترکه بودیجې څخه مالي تمویل (د ډیرو کسانو د جمع پیسو څخه مالي تمویل)

۲

د مالي تمویل ډول

معتمد ، امین \ په ګټه کې شراکت

۳

د مالي تمویل موده

د مینځ محاله مودې لپاره (۱- څخه تر ۵ کلونو پوری)

۴

ضمانت

هو، د ټول پانګی د ګټی سره د بیرته ورکولو تضمین

۵

بیمه

د تجارتي او عملیاتي خطراتو لمخی اسلامي بیمه اړینه ده .

۶

په مدیریت کې د بانک رول

اداري رول نلري مګر وقتاً فوقتاً د کار تعقبیول

۷

د پیسو ورکولو منبع

د مضاربت د مالي جریان څخه د پیسو ورکول

۸

د مضاربت د شتمنی خالص ارزښت

هو

۹

د مشتري تضمینات

هو ، ضمانت لازم دی

۱۰

د قانوني مرستی غوښتنه

هو ، د پیسو د نه ورکولو ، د مضاربت د قرارداد لیک مخالفت کول او یا د غلط مدیریت او غفلت په صورت کې

۱۱

د عموم کې د تاوان خطر

په اوچته سطح

۱۲

د مالي تمویل لپاره معیار

ګټه لرونکی کاروبار ، با استعداده مشتری ، قابلیت او تجربه ، د مشتری مضبوط  او قوي اعتبار، د کاروبار موثر مدیریت او تخنیکي زده کړی

۱۳

د شتمنی ملکیت

د مضاربت د ګډ ملکیت  بودیجه

۱۴

د ګټی د راګرځولو نرخ

د مضاربت د قرارداد لیک په بنیاد په ګټه کې شراکت او د ټول تاوان قبلول د رب المال لخوا

 

هغه سکتورونه چی د مضاربت څخه استفاده کولای شی
تجارتی سکتور:په تجارتی سکتور کی د هغه کسانو د مالی تمویل لپاره چی د مختلف پروژو قراردادونه لری او یا هغه کسان چی د کار کولو ښه ‌مهارتونه لری مګر پانګی ته اړتیا لری،بانک داسی کسانو ته د مضاربت په اساس پیسی ورکوی.ِِ
د ځمکو او ساختمان په سکتور کی:
د تعمیراتو لپاره مالی تمویل کول او مشتریان د کور جوړونو او خرڅلاو مسولیت په غاړه لری.
صنعتی سکتور: د صنعتونو د تولیدی موادو لپاره مالی تمویل او مشتریانو د عملیاتی کارونو مسولیت په غاړه لری.
 

 

 

مشارکـــــــــــه:

 

د فقی له نظره په یوه موضوع او یا په یوه هدف کی د څو کسانو شریک کیدلو ته مشارکت وایی.
په اصطلاح کی مشارکت عبارت له هغه شریک کیدلوڅخه عبارت دی چی د دوو یا څو کسانو او یا څو موسسو په یو کار او یا یوه پروژه کی دی چی دغه شریکان دی یوی پروژه مالی تامین لپاره پانګونه کړی ده. شراکت د یو قرارداد په اساس د دوی تر منځ شوی دی چی په هغه کی ګته او زیان بیان شوی او د اسهامو د فیصدی په اساس وی او د اداری کارو لپاره بیله اجوره تاکی چی دغه تاکل شوی اجوره په قرارداد کی بیان شوی وی

.
Diminishing Musharakahمشارکت تقلیلی/ متناقصه
متناقصه مشارکت په اوسنی عصر کی د اسلامی بانکداری نوی تګلاره ده چی دیره استفاده تری کیږی. پدی تګلاره کی اسلامی بانکونه د یو شریک په شان د مشتری تر څنګ په خپلو تعهداتو ولاړ وی. په قرارداد کی ژمنه کوی چی ترآخره به د مشتری سره پاتی کیږی مګر ورو ورو خپل سهمونه وباسی او توله پروژه د قرارداد په اساس مشتری ته ورکوی.
یا په بله معنی: دا د بانک او مشتری ترمنځ یو قرارداد دی چی د هغه په اساس بانک د مشتری د یوی پروژه مالی تمویل کوی کله چی پروژه بشپړه شی نو مشتری به د بانک پیسی د مخکنی قرارداد په اساس میاشت په میاشت او یا کال په کال په څو قسطو کی پوره کوی، خو بانک به خپل ځان د دی پروژه نه په یوه تاکلی وخت کی وباسی او د پروژی ملکیت به مشتری ته انتقال وی .
په تقلیلی مشارکت کی د پروژه د شرکت کونکو سهمونه د دوی د قرارداد په اساس ټاکل کیږی. خو د دی تر څنګ داسی تګلاره غوره شوی ده چی د بانک سهم په پروژه کی د وخت په تیرودو سره کمیږی بالاخره د بانک سهم په پروژه کی صفر ته رسیږی او د پروژی ملکیت د بانک شریکانوته نقل کیږی. د دی قرارداد په اساس کچیری د بانک پیسی د موده نه یی ژر ورکړی نو معلومه ده بانک ژر ګټه کوی او مشارکت یی هم په پروژه کی کمیږی او وروسته د یوی مودی نه صفر ته رسیږی او په نتیجه کی د بانک شراکت پای ته ورسید.
 

            مشارکت

             د اسهامو د څښتنانو مالی حقوق تامین

د مالی تامین شکل او ماهیت         

 

د مشتریانو مشارکت په ګته او تاوان کی

د مالی تامین انواع                           

۱

اوږدمهالی د ۳ نه تر ۲۵ کاله پوری

وخت

۲

نه لری

اسناد

۳

د بانک منافع باید بیمه شی تر څو د تولو خطراتونه محفوظ وی

بیمه ته ضرورت                              

۴

غه قواعد باید کنترول شی

په بانک کی د مشارکت قواعد

۵

جاری کار اوبار

د بیرته ورکری منابع

۶

هو، کچیری پیسی بیرته ورنکری، د مشارکت قرارداد مات کړی،  او یا اداره ضعیفه وی اوسم کار ترسره نکړی.

قانونی پلتنه

۷

متوسط خطر

مکمل خطر

۸

هغه مشتری چی پانګونه کړی او مناسب کار ولری ګټه کوی.  مشتری باید په خپل کاروبارکی ښه مهارت، تجربه، موثر    مدیرت او وچته پوهه ولری

مالی قوانین

۹

د مشارکت  د سهمونو څښتن

د دارایی څښتن

۱۰

د مشارکی په قرارداد کی د ګټی د لاسه ورکول پدی شرط چی د اشتراک کوونکو  د ګټی تقسیم کلنی وی او هر چا ته د پانګی په  اندازه ګټه ورکوی.

د بیرته راګرځیدلو نرخ

۱۱

 

هغه سکتورونه چی دمشارکی څخه استفاده کولای شی

  • تجارتی سکتو: دتجارتی اجناسو په اخستلو اخرڅولو کی شراکت

  • تعمیراتی یا کورجوړونی سکتور: د تعمراتو اودکورجوړونو کی شریکیدل
    او په عمومی ډول بانک کولای شی په ټولو اقتصادی سکتورونو کی چی حلالی اوګټوری پروژی وی ځان شریک کړی.
    .
     

 

 

اجــــــــــــــــــاره:

ااجاره یو له هغه قانونی طریقو څخه ده چه داسلامی قوانینوتر سیوری لاندی عواید لاسته راوړی چی پدی اساس مونږ کولای شو یوواقعی دارای لکه ماشین الات، کشتی اویا کو ر چی د اجاره ورکونکی لخوا اجاره کونکی ته دیوی معین وخت په مقابل کی په معین قیمت اجاره ورکوی .
ګټه په دغه معامله کی داجاری د قرار داد په اساس په روښانه دول تثبیت کیږی اوله همدی کړنلاری څخه زیات هیوادونه کار اخلی مثلا نړیوال پرمختیای بانک، مالیزیا اسلامی بانک اود پاکستان بعضی تجارتی بانکونه.


ااجاره او اجاره منتهیه بتملیک:
اجاره یو له هغه قانونی طریقو څخه ده چه داسلامی قوانینوتر سیوری لاندی عواید لاسته راوړی چی بانک د مشتریانو په خوښه او موافقی سره یوه دارای په بیه اخلی او وروسته نوموړی دارای بیرته مشتری ته اجاره ورکوی اوپه قرارداد کی دا نه ذکرکوی چی نوموړی دارای دقرارداد په اخر کی اجاره کونکی ته ورکول کیږی.


داجاری تعریف داسلامی فقه له نظره:
دیو ملکیت انتقال خاص داستفادی لپاره د یوشخص څخه بل شخص ته دکرای په مقابل کی دی . او دغه اجاره په اسلامی فقه کی دوه ډوله ده.
دیو شخص په کار اچونه اودهغه کار یا خدمت په مقابل کی مزد یا معاش ورکول کیږی
دګټی لاسته راوړل د جایداد څخه (ددارای استفادی انتقال کول د یو شخص څخه بل شخص ته اودهغی په مقابل کی .
اجاره په دوه ډوله طبقه بندی شوی:


ü عملیاتی اجاره
ü اجاره منتهیه بتملیک(اجاره د خرڅلاو په بنا)


عملیاتی اجاره:
ددغی تګ لاری په اساس بانکونه د مشتریانو دضرورت په اساس د مشتریانو د ضرورت په بنا مختلفی دارای برابره وی چی نوموړی دارای معملآ دلوړی بازار درلودونکی وی چی دغه دارای ګانی دمشتریانو دعلاقمندی لپاره ددوه اړخیزی موافقی په اساس صورت نیسی او دټاکل شوی مودی ورسته اجاره شوی ملکیت بیرته بانک ته انتقال کیږی اوبانک کولای شی چی ددوهم ځل لپاره نوموړی دارای په اوږدمها له دورپه اجاره ورکړی تر څو هغه قیمت بانک بیرته لاسته راورړی او خطر یی کم شی .


عملیاتی اجاره په لاندی دوه ډوله ویشل شوی :
1. داجاری مشخص کول: یعنی واقعی دارای اویا نوری دارای تنها یوځل لپاره په اجاره کولای شی
2. داجاری شرح په قرض کی : په دغه ډول اجاره کی دارای دمعینی ګټی اوتړون دقرض په بنآ لکه موتر، ماشین الات اوداسی نور


ااجاره دملکیت په بنآ( اجاره منتهیه بتملیک):


دغه ډول اجاره په اسلامی مالی معاملاتو کی دلوړظرفیت درلودونکی ده او دوخت په تیریدوسره اسلامی بانکونه مختلفو طریقی او تجربی عملی کړی چی اجاره دملکیت په اساس یوه غوره نمونه یی ده چی دغه تړون داجاره اواقتنا په نامه هم یادیږی یه دغه تړون کی اجاره شوی دارای داجاره کونکی ملکیت ګرځی او هغه قسط واره ورکړل شوی پیسی داجاری اصلی سرمایه ګڼل کیږی اوپه اخر کی نوموړی دارای څخه داجاره دار ملکیت ختم کیږی اوزیاتره دغه طریقه دکورونو او دموترو په اجاره کولو کی استفاده کیږی .
 

 

بانک همدارنګه کولای شی چی یوه اخستل شوی دارای وروسته بیا بیرته مشتری ته په اجاره دملکیت قرارداد په بنا ورکوی.مثلآ بانک یوه دارای دمشتری څخه اخلی اوبیا هم دوهم دوهم ځل اجاره دملکیت قرار داد په بنسټ مشتر ی ته ورکوی او محاسبه ددغه دواړو قراردادونو یوشان ده .
ددغه ډول اجاری خصوصیت په لاندی ډول تشریح کولای شو.

1. تحفه( پرته دکوم شرط ددارای قانونی سند انتقال )
2. په اخر دقرارداد کی دقانونی سند لیږدول (خرڅول)
3. داجاری په قراردادکی دقیمت مشخص کول
اجاره یا اجاره منتهیه بتملیک قرارداد دری ډوله عمومی عنصر لرونکی دی .
1. وړاندی کول اوقبلول
2. دوه مخیزه( بانک په حیث د اجاره ورکونکی اومشتری داجاره کونکی )
3. داجاری قرارداد هدف داجاره خدمت وړاندی کولو مقابل کی قیمت دی
 

اجاره

۱

مالی خاصیت

داجاری سرمایګذاری

۲

د پانګونی نوعیت

اجاره

۳

موده

دیوکال څخه تر ۲۵ کلو پوری

۴

ضمانت یا تضمین

 تضمین داجاری اود اجاری دارای بیرته ورکول په خاطر

۵

دبیمی ضرورت

دتجارتی اوعملیاتی خطراتو په خطر باید دبانک ټولی دارای بیمه شی

۶

دبانک رول په اداره کی

په پانګونه باندی مکمل کنترول

۷

دبیرته ورکولو منبع

دمشتری نقدو پیسو جریان

۸

ددوهم ځل لپاره ددارای ملکیت

هو

۹

دمشتری تضمین

هو که چیرته موجود وی

۱۰

قانونی مرجع

هو

۱۱

خطرات

کم خطر

۱۲

مالی تآمین معیارونه

قوی اعتبار دمشتری تجربه اوقابلیت

۱۳

ددارای ملکیت

ملکیت دقرارداد شوی دارای

۱۴

قیمت راګزځیدل

داجاری عواید اوارزش داجاره شوی دارای دقرارداد په اساس

 

داجاری څخه دګټه اخیستلو څانګه

  • داوسیدلو بخش:اپارتمان او حویلی په اجاره او دهغی ملکیت

  • حرفوی بخش: دلوی ماشین الاتو په اجاره او دهغی ملکیت

  • تولیدی بخش:کمپنی او اجاره شوی ماشین الاتو او دهغی ملکیت

  • دجایدادونو اوکاروبار خدمات: دهوټلونو اولویو پلورنځیو اجاره کول اودهغوی ملکیت

 

 

استصنـــــــــــــــاع:                                   

د استصناع کلمه په لغت کی د (صنع) څخه اخستل شوی ده چی د یو شی جورولو ته وایی، او د استصناع معنی د یو شی د جورولو غوښتنه د کسبګر نه د ه.

په اصطلاح کی عبارت له هغه قرارداد څخه ده چی د فرمایش ورکونکی او فرمایش اخستونکی تر منځ ترسره کیږی چی د یوه شی جوریدل په معین وخت او مشخصو خصوصیاتو او په خاصو شرایطو کی تکمیل شی.

د فقهاو او حقوقدانانو په اصطلاح استصناع هغه قرارداد دی چی یو طرف د قرارداد د معینو پیسو په مقابل کی د یو شی د جورولو غوښتنه په معین وخت اومعینو خصوصیاتو سره د قرارداد د بل طرف نه کوی او همداغه طرف د دی ژمنه کوی.

 

استصناع

 

۱

د مالی تمویل طبیعت

جوړونه د قرارداد په اساس

۲

  سرمایګذاری نوعیت

خرڅول دورسته ورکړی قرارداد په اساس

۳

وخت

له ۶ میاشتو نه تر ۳ کاله پوری

۴

اسناد یا ضمانت

هو لری تر څو مشتری د قرارداد په اساس کار وکری

۵

بیمه ته ضرورت

د بانک منافع باید بیمه شی تر څو د تولو خطراتونه محفوظ وی

۶

د بانک نقش په اداره کی

مکمل کنترول

۷

د بیرته ورکری منابع

جاری کار او بار

۸

د داریی او قرارداد ما لک کیدل

هو

۹

ضمانت یا اسناد مشتری

هو کچیری موجود وی

۱۰

قانونی پلتنه

هو 

۱۱

مکمل خطر

ښکته خطر

۱۲

د مالی تامین معیارونه

د قوی اعتبار او د مشتری تجربه او پوهه

۱۳

د دارایی څښتن

د مشارکت  د سهمونو او قرارداد څښتن

۱۴

د دارایی څښتن

د خرڅولو قیمت اود قرارداد قیمت تر منځ تفاوت، او د استصناع د قرارداد په اساس فیصله کول.                  

 

 

 

هغه سکتورونه چی د استصناع څخه استفاده کولای شی


• صنعت جوړونی سکتور: دفابریکو د مشینریو اونور اسبابو تمویل
• مسلکی سکتور: د فابریکو داسبابو په واسطه تخصص
• تولیدی سکتور: دفابریکو دمشینری او دتولیداتو لاری
• تعمیراتو یا کورجوړونی سکتور: دکورجوړونی ،هوټل او دمارکیتو تمویل
 

 

 
اسلامی بانکداری 
دامانتونو حسابونه
سرمایګذاری محصولات
محصولات
کارتونه
ارزښتناکه فلز
فیس اوچارج