|
|
|
ماسټر
کارت
کابل بانک د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر مياشتې په ۲۲ نېټه د نړيوال
ماسټر کارت غړيتوب جواز تر لاسه کړ.
د نوموړي جواز په درلودلو سره کابل بانک پدې توانېږي چې د
پلاتينيم ، ګولډ، استاندارد ماستردبت کارت ، ميتروکرديت
کارتونه او د ماسټر کارت ټول ډولونه د ماسټر کارت د لوګو سره
په استفادې صادر کړي د کابل بآنک د صرافۍ اتومات ماشينونه د
ماسټر کارت لرونکو لپاره چې د نورو کورنيو او بهرنيو بانکونو
پورې اړه ولري د پيسو د ورکړې توانائي لري.
د ماستر کريدت کارت پېژندنه:
يوه پلاستيکي قطعه ده چې د کارت د اتحادې د مقرراتو سره سم
مشخص شوى چې په لاندې درې برخو ويشل شوى.
- ستاندارد کارت يا Standard card
- طلايي کارت يا Gold Card
- پلاتينيم کارت يا Platinum card
پورتني کارتونه ټاکل شوي حدود لري چې په لاندې ډول دي:
- ستاندارد کارت ياStandard card له ۱۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه
تر ۵۰۰۰ امريکايي ډالرو پورې.
- طلائي يا Gold Card له ۵۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه تر ۱۰۰۰۰
امريکايي ډالرو پورې.
- پلاتينيم کارت يا Platinum card له ۱۰۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه
تر ۲۵۰۰۰ امريکايي ډالرو پورې او يا له هغه زيات
-د
کريدت کارت په اړه پوښتنې او ځوابونه
-د
کريدت کارت فعاليتونه
-د
کود د دلارښوونې
کرنلار
په سمه توګه
-د
شکاياتو ميکانيزم
-خپل
کريدت کارت و پېژنئ
-
د فی مترکس
-د
کابل بانک د کريدت کارت د غوښتنې فورمه
-د
کريدت کارت شرايط
-د
طرزالعمل فورمه
ماسټردبت کارت
دا هغه کارتونه دي چې د بانک لخوا د ځانګړي تړون ليک د شرايطو
لاندې د بانک او کريدت کارت د خدمتونو د ادارې تر مينځ صادريږي
د کابل بانک د ماسټر دبت کارت يو نړيوال کارت دى چې د نړۍ په
ټولو هېوادونو کې د استفادې وړ دي.
لکه (د صرافۍ اتومات (ATM) ماشينونو له لارې د پيسو اخيستل، د
ټولو پلورنځايونو څخه پېرل همدارنګه د انټرنيټ له لارې يا په
انلاين توګه تر سره کېدل.
دغه کارت د (Magnetic Strip او Micro chip) په درلودلو سره د
ډيرو معلوماتو د لېږدولو توانايي لري، چې د پېرودونکي په اړه
ټول معلومات پکې درج شوي او رنګ شين وي.
د کابل بانک د کورني کارتونو (ATM Card) او ماسټر دبت کارت
ترمينځ توپېر دادى چې د کابل بانک کورني کارتونه (ATM Card)
يوازې د کابل بانک د صرافۍ په اتومات (ATM) ماشينونو کې چې
کابل بانک پورې اړه لري په کابل او نورو ولاياتو کې ترې
استفاده کيږي خود کابل بانک نړيوال ماسټر دبت کارت د افغانستان
سربېره د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د استفادې وړ دي .
د کابل بانک هغه پېرودونکي چې غواړي د پلاتينيم ډول کارت څخه
استفاده وکړي. د لاندينيو خدمتونو او اسانتياوو څخه هم برخه
مند کېداى شي.
۱ . نړيوال ځانګړي کارتونه د تخفيف سره (Priority Pass Card)
او د نړيوال هوايي ليکو د اتحادې د غړيتوب کارت يا (IAPA).
۲ . په مياشت کې (۲۶) ورځې د بانکي ګټې (مفاد) پرته د کريدت
کارت څخه استفاده کول.
۳ . د فيس په ورکړه کې د ځنډ په صورت کې ۷۰ فيصده تخفيف.
۴ . د کابل بانک د صرافۍ اتومات ماشينونو څخه په وړيا توګه
استفاده.
|
|
|
|