داسلامی بانکداری

لنډ معلومات 

اسلامی بانکداری د پور د ورکری په اړوند د مضاربی اویا وکالی د قرارداد نه کار اخلی، پدی معنی چی د مشتری سره په ګته او ضرر کی شریک کیږی او کچیری خپل فیس واخلی بیا په ګته او ضرر کی نه شریک کیږی.
هغه مشتری چی غواړی خپل جاری حساب وساتی او نه غواری خپل حساب وتړی ځکه پیسی یی خوندی وی، نواسلامی بانکداری ده ته د الودیعه او قرض الحسنه د قراردادنو وړاندیز کوی.
د الودیعه په قرارداد کی بانک د مشتری پیسی ورته ساتی او کله چی خپلی پیسی وغوا ړی بیرته یی ورکوی او مشتری بانک ته دا اجازه ورکوی چی د ده د پیسو نه په حلال کارو بار کی تری کار واخلی مشتری ته به ګته نه ورکوی او نه به ضرر خو دا هم منع نده چی مشتری ته د قرارداد په پای کی هدیه او یا تحفه ورکړی.
اسلامی بانکداری دپانګی اچونی په اړوند نشی کولای چی د پور د ورکړی په بدل کی ګته واخلی ځکه چی دا سود شمیر کیږی بلکه په حلاله پانګونه او سوداګری کی برخه اخیستلای شی. د اسلامی بانکداری فعالیت دنورو بانکونو سره توپیر لری او کوشش کوی چی د مختلفواسلامی لارو نه خپل مشتری ته حلاله ګته ترلاسه کری. او خپلو مشتریانو سره مختلف اسلامی قراردادنه ترسره کوی چی په لاندی دری قسمه دی:


۱ – د خرڅلاو قرارداد [البیع]
۲ – د اجاره قرارداد [الاجاره]
۳ - مشترک قرارداد [المضاربه او المشارکه]


په ننی عصر کی اسلامی بانکداری په توله نړل کی دیر زیات پرمختګ کړی دی. دنوی کابل بانک اسلامی بانکداری له لیا ری تولی هغی آسانتیاوی چه یو بانک یی لری ستاسو په خدمت کی دی.اسلامی بانکداری پدی لته کی دی چی ستاسو ثروت په بانک کښی په مشروع لاره دیره کړی. نوی کابل بانک اسلامی بانکداری په افغانستان کی لومړنی بانک دی چی دشریعیت په ړنا کی خپل محصولات او خدمتونه هیواد والوته وراندی کوی، او ددغه بانک روښانه تګ لاره لری چی په هیواد کی د خپلو مشتریانو په خدمت کی واقع دی. اسلامی بانکداری په ټول افغنستان کی په 120نمایندګیو کی خپل خدمات پیریدونکو ته ړاندی کوی .او ټول بانکی خدمات دپیریدونکو په خوښه برابرکړی اونوی کابل بانک اسلامی بانکداری ټول مهارتونه داسلامی شریعت اصولو په رڼاکی برابروی .
اسلامی بانکداری زیار او کوښښ باسی ترڅو دغه نوی سیستم په تول هیواد کښی خپورکړی. اسلامی بانکداری دیوکال نه په کمه موده کی وکولای شو چی د 6 میلیونو دالرویا د030.000.00 افغانیوپه ارزښت په 6000 بانکی حسابونوکی جمع کړی او دغه بانک په دیر سرعت سره پرمختګ کوی.
دنوی کابل بانک هدف دادی چی اسلامی بانکداری وکولی شی دافغانستان په بازارنوکی خپل محصولات او خدمتونه وراندی کړی او د دی په نتیجه کی دا تول بازارونه په خپل کنترول کی راولی او د خپلوهیوادوالو په خدمت کی وی،ترڅو وکولی شی حلاله ګته ترلاسه کری. دغه بانکداری چی داسلام په اصولو ولاره ده دیرښه او روښانه مستقبل لری چی دا زمونږهدف دی. اسلامي بانکداری په آینده کی د خپلو ګرانو پیرودونکو لپاره نور محصولات د وړاندی کولو اراده لري او ددی محصولاتو څخه عام وګړي ، موسسات او سوداګر که هغه افغانان وي او که بهرننیان ګټه اخستلای شي.
اسلامي بانکداری د عام وګړو او د تاجرانو ته د کور ، جایداد ، موټر او نور کاروبار لپاره مالي تمویل کوي.
او په پلان کی لري چې د منظور شو پروژو ګښی په داخل او خارج د کشور کی پانګونه وکړي.
په اول قدم کی بانک د لنډ محاله محفوظه (چې د تاوان خطر یې ډیر کم وي ) پروژو لکه مرابحه او اجاره کی د پانګونی پلان لري .
د مشارکت او مضاربت په اساس هم بانک پانګونه کوي مګر صرف په هغه پروژو کی چې هغه ډیره محفوظه او کم خطر ولري ، په دی پروژو کی بانک د خپلو پیرودونکو جمع شوی روپی پانګه وي او د ګټی څخه خپل د مضاربت په اساس ګټه لاس ته راوړي ، بانک هم کولای شي چې د وکاله په اساس هم د پیرودونکو پیسی په دی پروژو کی وپانګه وي او د وکیل په حیث خپل فیس تر لاسه کړي.
دوړوکوپروژو سکتور چی دتولیدی اوتجارتی ظرفیت لپاره یو ښه مناسب قوت درلودونکی دی .اوهمدارنګه داسلامی بانکداری کړکی چی دوړوکو پروژو سکتور دافغانستان په مختلفو څایونوکی سرمایګذ اری معرفی کوی د وړوپروژو دتعریف وړرول په سرما یګذاری سکتور کی دادی چی دمختلفو اقتصادی مشکلاتو حل او دبیکاری کموالی سبب ګرځی چی نوموړی سکتور په افغانستان کی دلوړی اتکا خاوندوی .
داسلامی مالی سیستم په بنیاد چی مشارکه اومضاربه قرارداد دکټی اوتاوان په اساس دی اومرابحه ، سلم ،اجاره او استصناع قراردادونه چی د خرڅلاو اواخستلو په بنآ چی دمشخصی ګټی درلودونکی دی .
نوی کابل بانک اسلامی بانکداری په اقتصادی پرمختګ کی کومک او ابتکار کونکی دی مرابحه یو له هغه قراردادونو جملی څخه ده چی کم خطر درلودونکی ده پیل کوی دهمدغه قرارداد په اساس دکور، موتر او لویو مشینری اخستل اوهمدارنګه د تجارت په بخش کی ورڅخه ګټه اخستل.


اسلامی بانکداری کړکی اهداف


ü د شرعی اصولو په بنآ د سود نه بغیر بانکداری
ü دیوه ښه حقوقی شخصیت رول لوبول د ملی اقتصاد په پرمختیا کی
ü دشرعی اوصولو تر سیوری لاندی دیوی معاصری مالی خدماتو مشخص کول په افغانستان کی
ü جار،سپما او سرمایګذاری حسابونو درلودل
ü دمصرف کونکی سرمایګذاری پراخوالی لکه جایداد ، کور ، کریدت کارت اوداسی نو خدمات
ü دنور بانکی خدماتو پراخوالی
ü دمشخص کمپنیو شتمنیو اداره کول
ü د طلا(دینار) او سپین زر(درهم ) خدمات (اخستل ،خرڅول،خوندی ساتنه د فیس په مقابل کی ) د انفلاسون د مخنوی لپاره
ü د شرعی اصولو لاندی سرماګذاری په داخل افغانستان کی په مناسبو پروژوکی

 
 

اسلامی بانکداری 
دامانتونو حسابونه
سرمایګذاری محصولات
محصولات
کارتونه
ارزښتناکه فلز
فیس اوچارج