|
|
|
|
|
|
◄
الودیعه /قرض
الحسنه جاری حساب:
مونږ په اسلامی بانکداری کی دوقسمه جاری حسابونه لرو،چی یویی
الودیعه جاری حساب دی او بل یی قرض الحسنه حساب دی، دخلکو هغه
روپی چی پدی دوحسابونو کی دی هغه د بانک سره امانت دی هرکله چی
مشتری وغواری خپلی روپی ترلاسه کری نو دنوی کابل بانک
ټولونماینده ګیو نه ترلاسه کولای شی. بانک کولای شی دپیریدونکو
د روپیو څخه دشریعیت داصولو په ړنا کښی تری صحی استفاده وکړی.
دالودیعه او قرض الحسنه شرایط:
د حساب لرونکی عمر باید ۱۸ کاله او یا دهغه نه پورته وی.
دحساب دپرانستلو به وخت کی ۵۰۰۰افغانی او یا د هغه معادل به
خارجی اسعارو وی.
دتجارتی حساب لپاره دولتی،شخصی،ملی،بین المللی،مذهبی او
اجتماعی موُسسات داسنادو د درلودلو په صورت کی دخپلی موَسسه
لپاره حساب خلاصولای شی.
د دی حساب ممیزات:
۱. د دی حساب دممیزاتو څخه یو تحفه ورکول دی، بانک کله ناکله
اویا دکوم مناسبت په اساس هغه کسانوته چی جاری حسابونه لری
تحفی اویا هدیه ورکوی.
۲. دجاری حساب لرونکو لپاره دچک کتابچه هم ورکول کیږی.
۳. د دی حساب خاوندان چی د ( ATM ) د کارت دلروسره کولای شی ۲۴
ساعته د بانک دنماینده ګیو او لویو مارکیتونه څخه خپلی روپی
ترلاسه کړی.
۴. دانترنیت ۲۴ ساعته آسانتیاوی او یا بانکداری دانترتیت د
لاری.
۵. د ۳۱۳۱ د لاری ۲۴ ساعته خدمات او سهولتونه چی دبانک مشتریان
د دی په ذریعه کولی شی د تولو بانکی سوالونو په اړه ځوابونه
ترلاسه کری.
د پانګی اچونی حسابونه:
اسلامی بانکداری د پانګونی لپاره دوه حسابونه لری چه خلک کولی
شی د دی لاری نه په اسلامی بانکداری کی دپانګونی لپاره شریک
کړی. چی نومړی حسابونه دمشارکی اویا دمضاربی داصولوپه اساس
خلاصیږی.
خلک کولای شی د هغوماشومانو لپاره چی عمرونه یی د۱۸ کالو نه کم
وی دغه د پانګونی حساب خلاص کړی ترڅو دخپلوماشومانو لپاره په
اینده کی پانګه ولری.
دپانګی اچونی حساب خصوصیات:
۱. دحساب د خلاصولو په وخت کی عمر ۱۸کاله او یا ددی نه زیات وی.
۲. دغه حسابونه فقط د پانګونی لپاره چی دپانګونی په هدف ورڅخه
استفاده کیږی.
|
|
◄
التوفیر پسنداز حساب:
دغه حساب د مشارکت او مضاربت د اصولو په ړنا کی پرانستل کیږی.
بانک د مشتریانو پیسی په مشروع او مفیدو لارو کی تری کار اخلی
او د مشتریانو سره د مخکښنی قرارداد په اساس په ګته او تاون کی
شریک وی. پدی حساب کی د مشتریانو د پیسو څخه د لنډی مودی لپاره
تری کار اخلی.
ددی حساب خصوصیات په لاندی ډول دی.
ددی حساب د پرانستلو لپاره ۱۸ کاله او د هغه نه زیات عمر ته
ضرورت دی.
دحساب دپرانستلو به وخت کی ۵۰۰۰افغانی او یا د هغه معادل به
خارجی اسعارو پیسی ولری.
پلرونه کولای شی چی خپلو ماشومانو لپاره چی عمرونه یی د۱۸ کالو
نه کم وی دغه حساب خلاص کری ترڅو دخپلوماشومانو لپاره په
مستقبل کی پانګه ولری.
د غیر دولتی تجارتی موسساتو لپاره حساب.
د تجارتی شرکتونو لپاره حساب.
د دی حساب ګټی:
ربع واره ګته
دپیریدونکی دپام وړ ګټه
د خپلو پیسو د اخیستلو آسانتیا
دپانګونی څرګنده تګلاره
د انترنت په واسطه بانکداری
د مشتریانو لپاره ۲۴ ساعته خدمتونه
د ماشین ۲۴ ساعته خدمتونه ATM د
د ۳۱۳۱ سیستم ۲۴ ساعته خدمتونه
|
|
◄د
پانګونی حساب (د الاستثمار حساب):
دغه حساب د مشارکت او مضاربت د اصولو په ړنا کی پرانستل کیږی.
بانک د مشتریانو پیسی په مشروعه او مفیدو لارو کی په کار اچوی
او د مشتریانو سره د مخکښنی قرارداد په اساس په ګته او تاون کی
شریک وی. پدی حساب کی د مشتریانو د پیسو نه د اوږدی مودی لپاره
چی د یو کال نه ډیره وی په مفیدو لارو کی تری کار اخلی.
ددی حساب خصوصیات په لاندی ډول دی
دغه حساب انفرادی د یو کس لپاره او یا مشترک د دوو او یا د څو
کسو لپاره پرانستل کیږی.
دغه حساب د شرکت او یا موسسی لپاره هم پرانستل کیږی.
دغه حساب د یو ګروپ خلکو لپاره هم پرانستل کیږی.
دغه حساب معینه ګته نلری او د مشتری د سهم په اندازه او د بانک
سره د قرارداد په اساس ګته د دوی تر منځ تقسیمیږی.
دولتی موسسی هم دغه حساب پرانستلای شی.
دحساب دپرانستلو په وخت کی ۲۵۰۰۰افغانی او یا د هغه معادل به
خارجی اسعارو پیسی ولری.
د دی حساب ګټی:
دپانګونی څرګنده تګلاره
د انترنت په واسطه بانکداری
دپیریدونکی دپام وړ ګټه
د مشتریانو لپاره ۲۴ ساعته خدمتونه
د ماشین ۲۴ ساعته خدمتونه ATM د
د ۳۱۳۱ سیستم ۲۴ ساعته خدمتونه
د ګته ترلاسه کول وروسته د ربع یعنی وروسته د دریو میاشتو د
حساب د ګته او ضرر معلومات او د پانګونی د جریان راپور مشتری
ته ورکول
|
| .
|
|
|
|