د کابل بانک د مشتریانو د ګټې لپاره ۱۲۸ برقي تخنیکي ترتیب شوې ټوټې په مناسبو ځایونو کې ځای په ځای شوي دي. او دا له هغو کسانو سره لویه مرسته ده چې انټرنیټ ته لاسرسی لري. دغه تخنیکي وسایل له نورو بانکونو سره په پراخه پیمانه د خوندي انټرنېټ له لارې د استفادې وړ ګرځوي. تاسې د یوه مشتري په توګه کولای شئ د بانک د انټرنېټ د استعمالولو لپاره ځیني اقدامات په نظر کې ونیسئ
- د بانک د انټرنېټ هغه صفحه چې پکار مو نه ده د تل لپاره تړلې وساتئ کله مو چې د کمپيوټر پر پاڼه خپل کارونه ترسره کړل نو انټرنېټ د تړلو د علامې په وسیله مه تړئ بلکې له انټرنېټ څخه د خارېجېدو د تڼۍ په وسیله د انټرنېټ له پاڼې څخه ووځئ.
- ښه به دا وي چې د بانک د انټرنېټ د استعمالولو لپاره خپل ځاني کمپیوټر وکاروئ او له شریک کمپيوټر یا د انټرنېټ له غرفی (انټرنېټ کفی) څخه خپل ځان وساتئ.
- ستاسی د کمپيوټر سیستم له چالانېدو څخه وروسته تاسې ته وروستي مطالب لکه وخت او کتل شوی متن درښيي او دا ستاسو لپاره ضرور ده چې پوه شئ چې ستاسې په کمپيوټر کې تر ټولو وروستۍ پاڼه څه وخت پرانیستل شوې او په هغې کې کوم کارونه ترسره شوي دي.
- د کمپيوټر سیستم مو په وروستي انټي وایرس وګورئ او دا به غوره وي چې په خپل کمپيوټر کې د انټی سپایویر (د جاسوسی ضد پروگرام) هم ولرئ
- د خپل کمپيوټر تاریخچه (مخینه) او اخذه مو د انټرنېټ له هر ځل پرانېستلو څخه مخکې پاکه او د کابل بانک د ۱۲۸ تخنیکي طبقه بندي شویو ټوټو په وسیله یې نوی کړئ او کمپيوټر مو داسې عیار کړئ چې پاسورډ یا شپر یې په انټرنېټ کې ونه ساتل شي.
- تل د پتې په خانه کې د کابل بانک د انټرنېټ پته ولیکئ چې د کابل بانک د ویبسایټ پته په دې ډول ده: http://www.kabulbank.com
د پورتنۍ پتې په وسیله د کابل بانک ویبسایټ ته لاسرسی کولای شئ.
- خپل کمپيوټر مو داسې عیار کړئ چې د پاپ آپ صفحه تل له تاسې څخه پاسورډ وغواړي.
- کله چې کابل بانک خپلو مشتریانو ته معلومات ورکوي نو دا معلومات به د دوی د خدمتونو په اړه وي اما بانک هېڅکله له تاسې څخه د حساب د نمبر، د اعتبار د کارت، د حساب ورکولو د کارت او یا د ATM PIN د کارت په څېر د حساسو او نازکو معلوماتو پوښتنه نه کوي.
او که چېرې له تاسې څخه په دې اړه پوښتنه وشي نو داسې پوښتنې ته هېڅکله ځواب او معلومات مه ورکوئ. ځکه داسې چال ورکوونکي او غولوونکي ایمېلونه ډیر زیات راځی تر دې چې د کابل بانک په پته هم وو نو تاسې معلومات مه ورکوئ او دا په دې دلیل چې نوموړي کسان له نورو څانګو سره تړاو لري او ستاسې ټوله دارایي او شتمني به په غلا درڅخه یوسي.
- په انټرنېټ کی غولوونکي کسان په نورو پسې اخته وي او هغوی ته چل او فریب ورکوي دا اړینه ده چې اطمينان مو حاصل کړئ چې دا لیک د یوې موسسې یا یوه صحیح او مطمئن ځای څخه راغلی دی او بیا یې پرانیزئ.
په رښتیا چې په زرګونو داسې سایټونه شته چې غولوونکي ایمیلونه یا بریښنالیکونه استوي او له تاسې څخه د ستاسې د حساب په اړه معلومات غواړي بناً په دې اړه ډېر محتاط او هوښیار اوسئ چې څوک مو ونه غولوي.
- هېڅکله پردي او بېځایه ایمیلونه خلاص نه کړئ او کوښښ وکړئ چې دا رنګه ایمیلونه ړنګ یعنی ډیلیټ کړئ او د تل لپاره مو خپل انټرنېټ او ایمیل له خلاصولو څخه مخکې د انټي ویروس په وسیله وګورئ او کله چې باوري شوئ چې ایمیل ناسم دی، نو سمدستي هغه ړنګ یعنی ډیلیټ کړئ. وروستۍ موخه مو د انټرنېټ، ATM او یا موباییل د کارولو په اړه د مطمئن پاسورډ یا شپر درلودل او محتاطانه وړاندې تلل دي.