په بانک کې د پیسو د ایښودلو نقشې
 

د بانک بنسټیزې کړنې د حسابونو منل او د سرمايې لارښوونه کول دي. په دې ډول په بانک کې د پیسو د ايښودلو او منلو اصلي منبع په اسانه لارو چارو بانکی حسابونه دي. همدارنګه کابل بانک په لاندندينيو بڼو په بانک کې د پیسو د ايښودلو نقشې راپېژني: د سپما نقشې په دوو ډولونو سره وېشلای شو: غوښتونکې سپما او د وخت يا زمان سپما. غوښتونکې سپما هغه ده چې د بانک جاري حساب وي، خو زماني سپما يوه ثابته سپما ده. کابل بانک که له یوې خوا د خپلو مشتريانو د پوهولو دنده پرمخ بيايي نو له بله پلوه د پیسو د حاکميت په ضد هم دى. د پیسو د ايښودلو يا حساب پرانېستلو لپاره لاندې شيان ضروري دي:

  • بشپړ نوم، د پلار نوم يا د مېړه نوم
  • اصلي پته
  • دنده
  • د زېږېدنې نېټه
  • که چېرې په بل بانک کې پیسې ولري نو د هغه بانکي حساب په اړه کافي معلومات
  • عکس يا انځور چې نوی اخیستل شوی وي
  • د خپلې ګټې ماليه او د هغې د تحويلولو کارت
  • د کورنۍ په اړه بشپړ معلومات
  • د خپلې شتمنۍ لکه کور او داسې نورو په هکله بشپړ معلومات

د حساب د پرانېستلو پر مهال پورتني معلومات له لاندې سندونو څخه ترلاسه کېږي

  • د پتې ثابتول د تذکرې په لیدلو سره
  • د پېژندنې ثابتول د پاسپورټ، د رایې ورکولو کارت او يا د دفتر د کارت په ليدلو سره
  • د مربوطه حساب د ورپېژندنې پاڼې
د کابل بانک هغه نقشې چې د سپما په هکله رواج لري د غوښتونکې سپما، ثابتې سپما او زماني سپما يوه برخه دي. کولای شی دغه حسابونه په امريکايي ډالرو، افغانيو، يورو او په پاکستانيو روپيو سره پرانېزﺉ
د حسابولو چارې د جاري حساب د سپما لارې چارې
په بانک کې دسپما دپیسواچول د عمومي سپما حساب