اى¸ ټي ، ايم

کابل بانک د خپلو پېردونکو د خدمت او سهولت په موخه د صرافى اتومات ماشينونه (ATM) په کابل او ځينې نورو ښارونو کې نصب او فعال کړي دي. پېردونکي کولاى شي د دغو ماشينونه څخه 24 ساعته د خپلو حسابونو څخه د کابل بانک د ATM کارت يا د ماستر کارت په درلودلو سره خپلې پيسې ترلاسه کړي.
اوس مهال په کابل ښار او ځينو نورو ښارونو لکه مزار شريف او هرات کې د 24 څخه زيات ماشينونه نصب او فعال دي. کابل بانک هوډ لري چې په نږدې راتلونکي کې د پېردونکو د لا سهولت په موخه نور ماشينونه هم په کابل ښار او نورو ولاياتو کې نصب او فعال کړي.
د کابل بانک ټول پېردونکي کولاى شي د کابل بانک د ATM کارت يا ماستر کارت د لاسته راوړلو لپاره د کابل بانک نږدې څانگې ته مراجعه او خپل د خوښې کارت ترلاسه کړي او د دغه سهولت څخه برخمن شي.
د کابل بانک ټول پېردونکي کولاى شي چې د صرافى اتومات ماشينونو يا ATM څخه لاندې خدمات ترلاسه کړي:
۱. د پيسو اخيستل په افغانيو او امريکايي ډالرو
۲. په خپل حساب کې د شته پيسو په اړه معلومات
۳. د ATM کارت د پټ رمز يا (پسورد) بدلول
۴. د خپل حساب په اړه مختصر معلومات