|
|
|
د کابل بانک درانه بېرودونکي کولاى شي د ۳۱۳۱ شمېرې
سره پرته له کوم لگښت څخه اړيکه ونيسي او د موبايل کريديت وپېري. د
اوس لپاره دغه خدمات يوازې د روشن او د افغان بیسیم تليفونونو
لپاره د اجرا وړ دي او په نږدې راتلونکي کې به د تليفون نورې شبکې
هم تر پوښښ لاندې راولي.
شرايط:
۱. په کابل بانک کې بانکي حساب درلودل
۲. د ۳۱۳۱ کارت درلودل (که چېرې د حساب لرونکى د ۳۱۳۱ کارت ونه لري،
کولاى شي د کابل بانک څانگو ته مراجعه او دغه کارت ترلاسه کړي.)
۳. د پېرودونکي تليفون بايد فعال وي.
د دې خدمتونو د کارولو طريقه:
- په لومړي سر کې بايد پېرودونکى د خپل موبايل څخه د ۳۱۳۱ شمېرې
سره اړيکه ونيسي.
- د ۳۱۳۱ شمېرې سره د اړيکې وروسته پېرودنکى د هرې تليفوني شمېرې
لپاره چې غواړي بايد د خپل اړتيا وړ کريديت غوښتنه وکړي.
- څو شېبې وروسته، پېرودونکى به يو د تاييد پيغام د کابل بانک او
اړونده مخابراتي شبکې له لارې ترلاسه کړي چې اړوند شمېرې ته د
کريديت انتقال تاييدوي.
|
|
|